2 په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې، هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى، او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟
اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.
تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.
تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.
بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.
مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو.
زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.