13 زما خلاف يې د زمرو په شان خپلې خولې وازې کړې دى په غړمبار سره ما څيرى.
خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.
زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.
د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.
څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى، دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.
اے مالِکه خُدايه، ترڅو پورې به تۀ دوئ ته ګورې؟ ما د دوئ د خطرناکو حملو نه بچ کړه، زما ژوند د دې زمرو نه بچ کړه.
هغوئ په زوره د واه واه چغې وهى، وائى چې، ”مونږ په خپلو سترګو ليدلے دے.“
ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.
ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“
زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.