8 نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې، څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.
داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بېغمه کړے وو.
څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى، او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى.
مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.
د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“
د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى، د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.
ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو.
خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.
خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى.
او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.
کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.
د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو.