Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 21:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى، د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 21:7
17 Iomraidhean Croise  

ستا په بې‌حده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.


مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.


مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.


اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.


خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.


زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.


د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،


زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“


او بيا دا چې، ”زۀ به په هغۀ باور وکړم.“ او، ”ګوره، زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.“


داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan