د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“
دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“