Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 21:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 21:3
16 Iomraidhean Croise  

داؤد د هغوئ د بُت مولک د سر نه د سرو زرو تاج واخستو چې تقريباً پينځۀ دېرش کلو وو او يو قيمتى کاڼے هم په کښې وو او دا يې په خپل تاج کښې ولګولو. هغۀ د ښار نه ډېر مالِ غنيمت هم يوړو.


بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


د عمونيانو د بُت مولک يو د سرو زرو تاج وو چې تقريباً څلور دېرش کلو وزن يې وو. په دې کښې يو قيمتى کاڼے وو، کوم چې داؤد يوړو او په خپل تاج کښې يې ولګولو. هغۀ د هغه ښار نه ډېر زيات مالِ غنيمت هم يوړو.


مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى.


چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟


په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه، خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.


نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.


ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.


زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.


يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“


او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.


او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان دى او په سر يې ډېر تاجونه دى. په هغې يو نوم ليکلے شوے دے چې بې له دۀ نه پرې نور هيڅوک نۀ پوهيږى.


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan