10 تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې، تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.
تۀ به د دې دپاره د اوسپنې آوزار يا د نېزې نه کار اخلې، هغوئ به بېخى وسوزولے شى.“
د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.
يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى.
په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.
مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.
ستا جنازه به د نورو بادشاهانو په شان عزت سره نۀ کيږى، ځکه چې تا خپل مُلک تباه کړے دے او خپل خلق دې وژلى دى. د بدعمله کس اولاد به هيڅکله هم د عزت سره نۀ ياديږى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.