Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 20:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 20:4
13 Iomraidhean Croise  

اروناه هر څۀ بادشاه له ورکړل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا نذرانه قبوله کړى.“


مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.


څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.


تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.


په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.


د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى.


کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“


ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“


په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.


خو ښځې يې جواب ورکړو، ”کۀ مالِک خُدائ زمونږ وژل غوښتلے، نو هغۀ به هيڅکله زمونږ نذرانې نۀ قبلولې، نو هغۀ به مونږ ته دا هر څۀ نۀ ښودلے او نۀ به يې راته دا خبرې کړې وې.“


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan