د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.
ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربانګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.