11 د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ، او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟