1 قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې، زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.
کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.
قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم، زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.
د خپلو مخالفو نعرې ياد ساته، د خپلو دشمنانو شور چې هر وخت چغې وهى.
ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى، تۀ چې چا سره مينه کوې د هغوئ خلاف منصوبې جوړوې.
اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.
خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.
هغه به غېريهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى.
هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه.
ګڼه هغوئ سره په پولوس او سيلاس باندې د حملې کولو دپاره يو ځائ شوه او منصفانو حکم وکړو چې د دوئ جامې وباسئ او په کوتکونو يې ووهئ.
کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى.
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“