6 په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو.
اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.
مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.
په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.
ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
يرې يم نيولے په لړزان يم، زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“
هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.