5 ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه، زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.
د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.
نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو، او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.
اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.
ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.