49 ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.
اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.
اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم، د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.
اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى، چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.
څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.
نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.
اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم، زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
او د دې دپاره چې غېريهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېريهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“
زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،