47 څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما، هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،
هغه ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوى، هغه قومونه زما لاندې راولى
هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم، څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.
هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.
راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.
مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.
اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.