Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 18:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره، تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 18:39
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى.


دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.


بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.


خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.


خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.


څوک چې ما نه نفرت کوى هغه زما د پلار نه هم نفرت کوى.


او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو،


هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan