37 زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار، تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.
زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.
اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم، د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم، په بدن او روح کمزورے شوم.
خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.
هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى، او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.
خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.
ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.
زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.
نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.