Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 18:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله، ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 18:36
9 Iomraidhean Croise  

تا زما دپاره لار پراخه کړې ده، نو ځکه زما پښې کله هم نۀ دى ښوئېدلې.


د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى.


ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.


نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.


څوک چې کوشش کوى زما د وژلو، خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.


کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan