34 هغه تياروى جنګ ته زما لاسونه، چې مټې مې راکاږى د زېړو کمانونه.
مالِکه خُدايه، ما بچ کړه او زما حِفاظت وکړه، ستا د مدد په وجه زۀ تکړه شوے يم.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.
هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.
مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، ”زۀ به د عيلام ليندې چلوونکى ووژنم، کوم چې د هغوئ د زور او طاقت اُميد دے.
په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“
قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.