31 د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟
مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے.
اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان.
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى.
زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.
خو د بنى اِسرائيلو قوم وائى چې د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى. اے د بنى اِسرائيل قومه، ولې زما کارونه بېاِنصافه دى؟ ولې ستاسو کارونه بېاِنصافه نۀ دى؟
د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.
د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته.