29 ستا په مدد زۀ فوجونه تس نس کولے شم، د مالِک خُدائ په مدد د دېوالونو نه دانګلے شم.
تۀ ما له طاقت راکوې چې په دشمن حمله وکړم او طاقت راکوې چې د هغوئ په دېوالونو باندې ورواوړم.
داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او فلستيان يې د جبعې نه تر جزر پورې قتل کړل.
هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.
هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى، څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.
هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو، په لينده يې جوليت په سر باندې وويشتو. کاڼے د هغۀ په تندى کښې وردننه شو او هغه پړمخې په زمکه راپرېوتو.
نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“