27 تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.
تۀ هغه څوک بچ کوې چې څوک عاجز وى. خو تۀ هغه څوک عاجزان کوې چې څوک مغرور وى.
خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک، په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.
څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.
کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.
بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.
خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،
خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“
د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟