Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 18:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے، زما د بې‌ګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 18:20
19 Iomraidhean Croise  

ځکه چې خُدائ پاک بې‌ګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بې‌ګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“


ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.


ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.


مالِک ما له د ښۀ کولو اجر راکړے دے، هغه ‎پوهيږى چې زۀ بې‌ګناه يم.


يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.


زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.


اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم، د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم، په بدن او روح کمزورے شوم.


او خلق به دا ووائى، ”بې‌شکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بې‌شکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“


اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، کۀ ما د اِنصاف نه کار اخستے نۀ وى،


مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى. تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بې‌ګناه يم، اے لويه خُدايه.


بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.


خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“


ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“


ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.


د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan