Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 18:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم، ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 18:19
8 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې هغۀ دا ښودلى دى چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د تل دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“


ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.


ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.


تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله، ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.


زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.


کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى.


هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan