17 بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه، چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.
کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،
هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو.
هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.
مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے، زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم.
زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوندون بچ کوې. تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې، د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.
زما ژړا تۀ واوره، ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم. څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه، ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.
د بره نه خپل لاس راوغزوه، ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه، د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،
ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما.
زما ټول ځان به ثنا وائى ستا، ”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟ د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى. حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“
زما دشمنان ډېر او تکړه دى، ډېر دى چې بېوجې ما نه نفرت کوى.
رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.
خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.