16 د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم، زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.
نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم.
د بره نه خپل لاس راوغزوه، ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه، د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،
زۀ تا بچ کړے د باغيانو يم، مشر کړے دې د قومونو يم، او چې څوک ما نۀ پېژندل هغوئ اوس زما خِدمت کوى.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.
کله چې دا ماشوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشوم د بادشاه لور له ورکړو او د بادشاه لور ماشوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راوچت کړے دے.“ نو موسىٰ نوم يې ورباندې کېښودو.
هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.