14 خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.
بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى.
خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو.
تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
برېښنا ګانې راولېږه او دشمنان خوارۀ کړه، او خپل غشى پرې راووروه او هغوئ تس نس کړه.
تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.
آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان، د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.
د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان.
وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.
ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.
مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.
مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟
او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل.
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.
زۀ به په هغوئ باندې نۀ ختمېدونکى افتونه راولم او د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى استعمال کړم.
زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“