10 والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو، هغه د هوا په وزرو سور شولو.
هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.
خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه، غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.