1 اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.
اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.
مالِک خُدائ زما سندره او طاقت دے، هغه زما خلاصونکے جوړ شوے دے.
دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.
ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.
موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى.
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.