Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 17:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې، ما وساته د بې‌رحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 17:9
8 Iomraidhean Croise  

ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او هلته مې آباد کړى دى، چې هلته به هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى او ما ورباندې قاضيان مقرر کړى وُو تر نن ورځې پورې په هغوئ باندې ظالمان خلق زياتے کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ دا وعده کوم چې زۀ به ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړم او اولاد به درکړم.


د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې، تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې، او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.


هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى، او زۀ په غم باندې اخته يم.


څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.


بې‌سببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بې‌سببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،


نو بيا دې دشمن راپسې شى ما دې ووهى. ما دې پرېږدى بې‌عزتۍ سره په خاورو کښې.


ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.


وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan