8 وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.
اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان، پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.
خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.
معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.
رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم، کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.
زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.
مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“