6 زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه، کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.
ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.
خو زۀ به خُدائ پاک ته آواز وکړم، او مالِک خُدائ به بچ کړى ما.
زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې.
زما دُعا دې تا ته درورسيږى، زما ژړا ته غوږ ونيسه.
اوس، مالِکه خُدايه، مونږ ته غوږ ونيسه او چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې ژوندى خُدائ پاک ته د بېعزتۍ دپاره کوى.
نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“