5 زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.
زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله، ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.
زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار، تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.
زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.
زمونږ زړونه ستا نه نۀ دى اوړېدلى، او زمونږ قدمونه ستا د لارې نه نۀ دى اخوا شوې.
نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.