Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 17:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 17:3
32 Iomraidhean Croise  

او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.


خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.


قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.


مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى، هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.


ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه


اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې.


پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.


زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه، خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه.


اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.


ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“


نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.


کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى،


څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.


په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“


د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بې‌لمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.


افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“


زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بې‌عېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.


او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.


تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې.


مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم.


مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“


مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan