2 ما بېګناه ثابت کړه، ځکه ټول تا ته څرګند دى چې ښۀ کوى کارونه.
مالِک خُدائ به يې هغوئ ته حواله نۀ کړى، په وخت د عدالت به صادقان مجرمان نۀ کړى.
هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى، او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.
خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بېاِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بېاِنصافه دى.
خو د بنى اِسرائيلو قوم وائى چې د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى. اے د بنى اِسرائيل قومه، ولې زما کارونه بېاِنصافه دى؟ ولې ستاسو کارونه بېاِنصافه نۀ دى؟
خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بېاِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بېاِنصافه دى.
خو اے د اِسرائيل قومه، تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ طريقې د اِنصاف نۀ دى. خو زۀ به ستاسو د هر يو عدالت ستاسو د عملونو او طريقو په مطابق وکړم.“
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،