Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 16:9
13 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.


نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.


زما زړګيه پاڅه، زما سريندې او ربابه پاڅه، زۀ د سحر سباون په ثناء او صِفت راپاڅوم.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.


ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“


نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan