Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 16:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه، خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 16:7
20 Iomraidhean Croise  

ټوله شپه زما سترګې کولاو وى چې زۀ ستا په وعدو باندې غور وکړمه


اے مالِکه خُدايه په شپه کښې زۀ ستا نوم يادوم، زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کوم.


زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.


تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.


په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې، هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.


مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى، د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى، دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.


زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.


نو کله چې زما زړۀ خفه وو، او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بې‌قراره وو.


ما ټوله شپه خپل سرودونه يادول، په سوچونو کښې ډوب شوے وم او سوالونه راته پېدا شول،


ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.


ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.


خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.


تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.


”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“


هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan