Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 150:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 150:4
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ د تمبل او د رباب سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.


زما د رباب ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے.


زۀ به تا ته نوے حمد ووايم، اے پاکه خُدايه، په لس تاريزه سريندې به زۀ تا ته سُر ساز وغږوم،


هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.


د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.


ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.


د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.


بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.


مالِک خُدائ زما روغولو ته تيار دے. مونږ به رباب غږوو او ستا ثناء صِفت به کوُو، او چې ترڅو پورې مونږ ژوندى يُو نو ستا په کور کښې به ستا ثناء صِفت کوُو.


قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan