Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 150:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ، د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 150:3
17 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو.


داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.


نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.


هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.


داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:


کله چې هغوئ ښار ته ورسېدل، نو هغوئ د ربابونو او بيګلو د غږېدو سره د مالِک خُدائ کور ته روان شول.


اے سريندې او ربابه پاڅه، زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.


هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.


د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.


د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.


څنګه چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ نو هغه د سرو زرو مجسمې ته عبادت او سجده وکړئ کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې ده.


د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan