2 د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بېحده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.
مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.
په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.
اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.