1 د مالِک خُدائ ثناء ووايئ. د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ، د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
مالِک خُدائ د خپل بره مقدس مقام نه لاندې وکتل، بره آسمان نه هغۀ زمکې ته نظر وکړو،
خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.
د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“
کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.