2 هغه څوک چې وى بېعېبه او ښۀ کارونه کوى، او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.
د چا کردار چې بېداغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.
خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.
هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.
اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.
خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره.
نو کله چې ما وليدل چې هغوئ د زيرى د رښتينوالى په مطابق په نېغه لار نۀ ځى، نو ما د ټولو په وړاندې پطروس ته دا ووئيل چې، ”کۀ څۀ هم چې تۀ يهودى يې او د غېريهوديانو په شان ژوند تېروې، نو بيا تۀ ولې غېرقومونه د يهوديانو په شان ژوند تېرولو ته مجبوروې؟“
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،
هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې،
کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.
زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“