1 څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟ ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“
بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.
کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.
زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى، دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.
هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بېشمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.
بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو.