Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 149:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى، او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 149:5
12 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو.


خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،


د خوشحالۍ او د کاميابۍ چغې د صادقانو په خېمو کښې اورېدے شى، ”د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.


زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته، د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.


اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.


مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.


مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى، د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى، دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.


هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،


ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه.


د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.


تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan