9 تاسو غرونو او ټولو غونډو، مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.
صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.
اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.
اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.