7 د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.
نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه.
اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.