6 او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.
تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟
دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“
مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.
”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،