5 هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“
فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.
سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى. او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده.
د مالِک خُدائ محل بره تر آسمانه پورې رسيږى، او د هغې بنياد يې په زمکه اېښے دے، هغه د سمندر نه اوبۀ راوباسى او د باران په شکل يې دوباره په زمکه راوروى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.
”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“