12 اے ټولو ځوانانو او پېغلو، بوډاګانو او ماشومانو.
سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،
تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.
نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.
اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.