5 زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.
مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى.
خُدائ پاک بېشکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى.
زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے، زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.
مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.
اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى.
مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.
مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.
تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، تۀ لوئ يې، او تۀ زورَور يې.
اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.
او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے.
مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.